د ننګرهار سیمهييز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د کبانو د روزنې له څه باندې ۱۸۰ فارمونو څخه هرکال د کبانو ۶۰ ټنه غوښه بازار ته وړاندې کېږي. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي په دې اړه ویلي چې دغه فارمونه د ځینو غیر دولتي ادارو په مالي مرسته جوړ شوي دي.
خوګیاڼي زیاته کړې: «د بېلابېلو همکارو موسسو له لوري د ننګرهار په بهسودو، سره رود، کامې، ګوشتې، مومندرې، کوز کونړ، لعلپورې او بټي کوټ ولسوالیو کې دغه فارمونه جوړ شوي دي. هڅه کوو پر ځان د بسیاینې لپاره په دې برخه کې نوره پانګونه هم وکړو.»
د ننګرهار د والي ویاند دغه راز ویلي چې په دغو فارمونو کې د کارپ، ګراس، سلور، لاهو او موري په نومونو کبان روزل کېږي. هغه زیاته کړې چې د خصوصي سکټور په همکارۍ به دا کچه په راتلونکي کال کې نوره هم لوړه شي.



































