د يمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارتين کريفيټس ويلي چې په ياد هېواد کې د جګړې غاړو د مسئلې له سوله ييز حل سره هوکړه کړې ده.
د فرانسې د خبري اژانس د يوه خبر پر بنسټ، کريفيټس د امنيت شورا غونډې ته ويلي چې د يمن د جګړې د پای ته رسولو لپاره به ډېر ژر په سويډن کې د يمن د رسمي دولت او حوثي ياغيانو تر منځ مذاکرات پيل شي.
د ده په خبره، دواړو لوريو ډاډ ورکړی چې د سويډن په مذاکراتو کې به ګډون کوي او په دې توګه به د يمن لانجې ته د حل لاره موندل کېږي.
يمن ته د ملګرو ملتونو استازي زياته کړې چې د سعودي په مشرۍ عربي ائتلاف هم هوکړه کړې چې د مذاکراتو د لارې د خلاصولو لپاره به هلې ځلې کوي.
دا خبرې داسې مهال دي چې لويديځو هېوادونو د يمن د کړکېچ پر هواري تمرکز ډېر کړی دی. وړمه ورځ د حديده بندر په شاوخوا کې پر حوثي ياغيانو د عربي ائتلاف هوايي بريدونه هم کم شول چې رسنۍ يې د لويديځ د فشارونو پايله ګڼي.
لويديځو هېوادونو، په ځانګړي ډول امريکا، د مذاکراتو د پيل لپاره په يمن کې د اوربند د ټينګېدو غوښتنه کړې ده.
د يمن جګړې، چې نږدې له تېرو څلورو کلونو راهيسې روانه ده، تر لسو زرو ډېر کسان وژلي او په ميليونونو نور يې له سختې لوږې او قحطۍ سره مخ کړي دي.
د يمن لپاره د ملګرو ملتونو استازي ويلي، شرایط د يمن د لانجې د حل لپاره پر يوه فرصت بدل شوي، خو خبرداری يې ورکړی چې يو بريد هم کولی شي ټولې هڅې په اوبو لاهو کړي.
د يمن د سولې د مذاکراتو لپاره تر دې مهاله نېټه نه ده ډاګيزه شوې. ملګرو ملتونو وړاندې ويلي وو چې دغه مذاکرات به په سپټمبر کې وشي خو داسې ونه شول.
کريفيټس ويلي، راتلونکې اونۍ به صنعا او د حوثي ياغيانو تر کنټرول لاندې سيمو ته سفر وکړي څو د مذاکراتو وروستۍ نېټه وټاکي. ده ويلي چې ښايي د حوثي ياغيانو يو پلاوی هم له ځان سره سويډن ته بوځي.