پر لویو لارو د پولیسو غیر قانوني اخاذۍ لا هم دوام لري. په ټولنیزو رسنیو کې د لویو لارو موټر چلوونکو په خپرو کړو ویډیوګانو کې ویلي، چې د حکومت له ژمنو سره سره لا هم د لویو لارو پولیس د ټوپک په زور له دوی پیسې اخلي او وهي ډبوي یې. موټر چلوونکي وایي چې ان د پولیسو له لوري ډزې ورباندې کېږي او په مرګ ګواښل کېږي. موټر چلوونکي وایي حکومت تر اوږده اعتصاب وروسته ژمنه ورسره وکړه چې پر لویو لارو به د تګ راتګ لپاره اسانتیا برابروي او د غیر قانوني اخاذیو مخه به نیسي، خو حکومت یې ژمنې نه دي عملي کړې. بلخوا د ترانسپورت وزارت بیا وایي چې دوی په هېڅ ځای کې له موټر چلوونکو پیسې نه اخلي او په دې اړه شوې ادعاوې به په هر اړخیزه توګه څېړل کېږي.



































