جاپان له افغانستان سره د ساري ناروغیو پر وړاندې د مبارزې د پیاوړتيا په برخه کې یو اعشاریه اته میلیونه امریکایي ډالره مرسته کړې ده.
د هغې خبرپاڼې له مخې، چې په کابل کې د جاپان سفارت له خوا رسنیو ته لېږل شوې، چې دغه مرستې به د ناروغیو د تشخیص، څارنې او د کلینیکونو د خدمتونو له پیاوړي کېدو سره مرسته وکړي، چې په پایله کې به یې د مخنیوي وړ مړینې چې له ساري او د را څرګندېدونکو انتاني ناروغیو سره تړاو لري، کمې شي.
د خبرپاڼې له مخې، جاپان پر روغتیا سربېره له افغانستان سره د بیا رغونې په نورو برخو کې له ۲۰۰۱ز کال راهیسې د شاوخوا شپږ میلیارده او ۹۰۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده. جاپان دغه راز ژمنه کړې چې له افغانستان سره به په راتلونکي کې هم خپلو هر اړخیزو مرستو ته دوام ورکړي.



































