د راپورونو له مخې تازه په تازه المان، فرانسې او ایټالیا هم د اکسفورډ له لوري ددې جوړو شوو واکسینو وېش درولی دی. د کرونا ضد د دغه واکسینو وېش وروسته له هغه ودرول شوو چې په هالنډ او ځینو نورو هېوادونو کې یې د جانبي عوارضو راپورونه ورکړل شول. دمګړی شاوخوا اتو اروپايي هېوادونو ویلي چې د سترازینکا واکسین وېش یې په احتیاطي توګه درولی دی. بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان بیا وایي چې دغه واکسین هېڅ ډول جانبي عوارض نه لري او هېوادونه یې دې د وېش لړۍ نه دروي.






































