د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې چارواکي وايي چې په نیمروز کې کمال خان بند د رغونې چارې بشپړې شوي او د راتلونکې اونې د دوشنبې په ورځ به په ځانګړو مراسمو کې پرانیستل شي.
د یادې ادارې ویاند، نظام الدین خپلواک ویلي: «د جوړولو چارې یې بشپړې شوي او راتلونکی میاشت ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي. تر ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو زیات لګښت ورباندې راغلی چې د ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او د دې تر څنګ به ۱۷۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.»
کمال خان بند چې د نیمروز په چهاربرجک ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند جوړ شوی، د ۹ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري. د یادونې ده چې افغان چارواکي وايي چې د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره په منظم پلان کار کوي چې په دې سره به ګاونډیو هېوادونو ته تلونکې میلیاردونه متره مکعب اوبه مدیریت شي.



































