د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۹ میلیونه ډېر کسان په کرونا اخته شوي او تر ۵۳۹ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۲۱ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۶۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۰۳ زره او ۸۵۵ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۸۷زره او ۴۹۹، په مکسیکو کې ۱۹۵زره او ۹۰۸، په هند کې ۱۵۹زره او ۲۱۶، په بریټانیا کې ۱۲۶ زره او ۱۶۳، په ایران کې ۶۱ زره او ۵۸۱ او په پاکستان کې ۱۳ زره او ۷۱۷ تنه تر دې دمه کرونا وبا مړه کړي دي.





































