کاناډا وايي د وېشتل شوې الوتکې په اړه د ایران ځواب ورته قناعت بښوونکی نه دی. د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو په تازه خبري کنفرانس کې ویلي چې د اوکرایني الوتکې د ویشتل کېدو په اړه یې د ایران راپور لوستی او دا ورته د منلو نه دی. دده په خبره دوی په ټول توان د قربانیانو له کورنیو ملاتړ کوي. هغه ویلي له ټولو نړیوالو فشارونو په استفادې به ایران اړ کړي چې ددې الوتکې او بوږنوونکې پېښې په اړه قانع کوونکی ځواب ووايي. یوه اوکرایني الوتکه تېر کال د ایراني ځواکونو له لوري وويشتل شوه او پکې ۱۷۶ کسان چې ایرانیان، اوکرانیان، افغانان او کاناډایان پکې شامل دي، ووژل شول. ایران غواړي ځان په یو ډول په دې پېښه کې له مسوولیت خلاص کړي خو راپورونه یې کاناډا او اوکراین ته د منلو نه دي.






































