امریکايي چارواکو ویلي ایران د امریکا پر یوه مهمه پوځي اډه او یوه نظامي جنرال د برید پلان درلود. اسوشټېډ پرېس ته دوو باوري امریکايي سرچینو ویلي دوی د ایران د قدس ځواکونو د دوو لوړپوړو چارواکو مکالمې څارلې دي او دوی په دې مکالمو کې د امریکا پر یوه مهمه پوځي اډه فورټ مکینزي د برید او یوه نظامي جنرال جوزف مارټین د وژلو په اړه خبرې کړې دي. دوی دغه برید د قاسم سلیماني د غچ اخیستلو په نیت کاوه. امریکایي چارواکو ویلي امریکا په دې اړه د اسنادو او شواهدو د ټولولو په لټه کې ده. که چېرته د ایران دغه پلان ثابت شي نو ښایي دغه هېواد ته نورې ستونزې هم جوړې شي. دا راپور داسې مهال خپرېږي چې له یوې خوا د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې ترینګلې دي او له بلې خوا پر اټومي هوکړه د مذاکراتو لپاره هڅې روانې شوې دي.






































