ملګري ملتونه وایي د نړۍ په کچه له هرو درېیو کسانو یو یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. ملګرو ملتونو د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي راپور کې پر نړیوالو غږ کړی چې د پاکو اوبو د سرچینو په ساتنه کې هڅه وکړي ځکه په نړۍ کې میلیونونه وګړي دمګړی د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. ملګري ملتونه وایي ښايي تر ۲۰۲۵ کال پورې د نړۍ نیمایي نفوس د پاکو اوبو له کمښت سره مخ شي او یا په داسې ځایونو کې ژوند وکړي چې د څښاک پاکې اوبه به نه لري. ملګري ملتونو د پاکو اوبو د منابو د ساتنې او خوندي کولو سپارښتنه کړې ده.






































