د کندوز ولایت ځايي مسوولین وایي چې د کاسا زر پروژې چارې په چټکۍ سره مخ ته روانې دي. ددغه ولایت ځايي چارواکو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په کندوز کې د کاسا زر پروژې چارې په چټکۍ مخ ته روانې دي او د برېښنا د لېږد دغه پروژه به په خپله ټاکلې نېټه بشپړه شي. کاسا زر پروژه د تاجکستان او قرغزستان ۱۳۰۰ میګاواټه افغانستان او له دې لارې پاکستان ته لېږدوي. ددغه پروژې ستنې د کندوز، بغلان، کاپیسا، پنجشنېر، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو له ۳۵ ولسوالیو تېرېږي. د پروژې ټول لګښت ۲۳۴ میلیونه ډالر ښوودل شوی او ټاکل شوې چې تر ۲۰۲۲ کال پورې یې چارې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.



































