د راپورونو له مخې شمالي کوریا نن پنجشنبه دوه بالستیک توغندي د جاپان د اوبو پر لور توغولي دي خو جاپان وایي ددوی په اوبو کې ددغه توغندیو لګېدل تر اوسه نه دي تایید شوي. په امریکا کې د بایډن د حکومت له پيل راهیسې د شمالي کوریا لومړنۍ ازموینه وه. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې شمالي کوریا د بالستیک توغندیو د ازمویلو حق نه لري. شمالي کوریا بیا د امنیت شورا د دې پرېکړې پرخلاف خپل ازمویښتونه سر ته رسولي دي. امریکا او ملګرو ملتونو بیا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.






































