افغان حکومت وایي د کاسا زر پروژې چارې په چټکۍ پر مخ روانې دي. د افغانستان د برېښنا شرکت په تازه څرګندونو کې ویلي چې د کاسا زر پروژې چارې تر دېرش سلنه پورې مخ ته تللې دي. ددغه ریاست ویاند وحیدالله توحیدي ویلي چې ددغه پروژې کارې دمګړی په کندوز ولایت کې مخ پر بشپړېدو دي او په بغلان ولایت کې به ډېرې ژر پيل شي. سرچینه وایي چې ددغه پروژې تر بشپړېدو وروسته به هر کال افغانستان د برېښنا د ترانزیت له درکه ۴۵ میلیونه ډالر عایدات ولري. کاسا زر پروژه د تاجکستان او قرغزستان برېښنا افغانستان او پاکستان ته لېږدوي. ددې برېښنا مزي له ۱۲۵۰ کیلیومتره واټن او پنځو ولایتونو تېرېږي. ټاکل شوې وه چې دغه پروژه تېر کال بشپړه شي خو د ځینو ستونزو له امله یې چارې ځنډېدلې وې اوس افغان چارواکي وایي چې دمګړی یې چارې په پوره چټکۍ مخ ته ځي.



































