سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، چې د کابل له صنعتي نندارتون څخه ۳۰۰ زرو خلکو لیدنه کړې او شرکتونو د ۴۰۰ زره افغانیو په شاوخوا کې خپل محصولات پلورلي دي.
د دغه وزارت ویاند فواد احمدي ویلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د۱۴۰۰ لمریز کال او نوروز جشن په مناسبت د کابل په چهلستون باغ کې درې ورځنی صنعتي نندارتون جوړ کړی و، چې څه د پاسه ۳۰۰ زرو کابل ښاریانو ورڅخه لیدنه وکړه.
په دې نندارتون کې د ۶۰ شرکتونو له خوا غالۍ، کرنیز محصولات، لاسي صنایع، زعفران، ودانیز توکي، روغتیايي توکي، وچې مېوې، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، کلتوري او هنري اثار په سلو غرفو کې نندارې وړاندې شول چې د کابل ښاریانو له خوا يې تود هرکلی وشو.
د نوموړي په خبره، د روان کال په جریان کې هم د ورته نورو نندارتونو پلانونه لري، چې د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې به اغېزمن تمام شي.



































