دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

دوه سوو ميليونو کسانو ته چيني واکسين ورکړل شوی

لیکنه: زرینه؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

مارچ 29, 2021
in لیکنې
0 0

 کرونا وبا لاهم په ګردې نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده، په ډېرو هېوادونو کې د دې وبا نوې څپې يوه پر بلې پسې پورته کيږي او پر رسنيو د ويروس د بدلون په اړه هم خبرونه ورکول کيږي. داسې ښکاري، چې نړۍ د کرونا وبا د ختمېدو لپاره لازياتو هڅو ته اړتيا لري. د نړۍ بېلابېل هېوادونه د دې وبا د مخنیوي په پار د کرونا ضد واکسين د تطبيق په هڅه کې دي او يو شمېر توان لرونکي هېوادونه د واکسين د توليدي توان د لوړولو په لټه کې دي.

چين څه موده مخکې اعلان وکړ، چې بهرنيو هېوادونو ته يې تر سلو ميليونو زيات د کرونا ضد واکسینونه برابر کړي دي. د دې خبر له خپرېدو څو ورځې وروسته، د دغه هېواد د روغتيا ملي کمېتې وياند مي فنګ د مارچ په ۲۸ مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين په هېواد کې دننه خپلو خلکو ته تر سل ميليونو زيات دوزه واکسين تزريق کړی دی.

روغتياپوهان واکسين کول د کرونا وبا د مخنيوي لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره بولي. په چين کې اوس ۵ ډوله د کرونا ضد واکسينونو ته د تطبیق اجازه ورکړل شوې، چې دغه شمېر تر نورو هېوادونو زيات دی. د دې ترڅنګ تر اوسه د دغو واکسينونو د سختو جانبي عوارضو پېښه نه ده رامنخته شوې او د کرونا ويرس د مخنيوي اغېزې او خونديتوب يې ثابت ښودل شوي دي.

د چين رسنۍ وايي، په دغه هېواد کې د کرونا ضد واکسین تولیدي تصدۍ اوس په ټول توان د دې واکسين د توليدي اندازې د زیاتولو په هڅه کې دي او په راتلونکې کې به د کرونا ضد نور واکسينونه هم بازار ته وړاندې کړي.

د چين د صنعت او تکنالوژۍ وزير شياو يا چينګ د مارچ په ۲۴ مه نېټه له رسنیو سره د مرکې پر مهال وويل، چې د تېرې فبرورۍ په لومړۍ نېټه، په دغه هېواد کې د  کرونا ضد واکسین ورځنۍ تولیدي اندازه يو ميليون او ۵۰۰ زره دوزه ښودل شوې وه، خو اوس دغه اندازه پنځه ميلیونو دوزو ته لوړه شوې ده. نوموړي وويل، چې د چين حکومت له تصديو غوښتي، چې د واکسین خونديتوب ته لومړيتوب ورکړي او د واکسین د ډېر تولید ترڅنګ بايد کیفیت یې هم تضمین کړي. نوموړي زیاته کړه، چې د واکسين توليدولو تصديو ته یې کاري ډلې استولي، څو له دغو تصدیو سره د واکسین د توليد پراخولو پلانونه جوړ کړي.

د چين مشر او چارواکو څو څو ځلې ويلي، دغه هېواد به د کرونا ضد واکسين د عامه توليد په توګه بازار ته وړاندې کړي، څو بېلابېل هېوادونه په تېره بيا مخ پر ودې هېوادونه ورته لاسرسی ولري. د تازه شمېرنې له مخې، چين تراوسه له ۶۹ پرمختيايي هېوادونو سره د واکسین مرستې کړي او ۴۳ هېوادونو ته يې واکسینونه صادر کړي دي. دغه هېواد د روغتیا نړیوال سازمان تر مشرۍ لاندې د”کواکس“  په نوم د کرونا ضد واکسین د نړیوال تطبيق په پلان کې هم شامل شوی او د لس ميليونو دوزه واکسين د مرستې ژمنه يې ورسره کړې، څو د مخ پر ودې هېوادونو بېړنۍ اړتياوې پوره شي. په افغانستان کې د چين لوی سفیر وانګ يو څه موده وړاندې د افغانستان د عامې روغتيا له وزير سره د خبرو پر مهال وويل، چې هېواد به يې له افغانستان سره د ۴۰۰ زره دوزه واکسين مرسته وکړي.

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In