دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

څوک د اسټراليايي ځواکونو پر جنګي جنايتونو پرده غوړوي؟

عبدالله لغمانی

مارچ 30, 2021
in لیکنې
0 0

په ۲۰۱۶ کال کې د اسټراليا د خاصو ځواکونو يوه پوځي کيون فراسټ په افغانستان کې د اسټراليا له جنګي جرمونو څخه پرده پورته کړه او ويې ويل چې د رابرټس سمېت په نامه يوه اسټراليايي پوځي په ۲۰۱۲ کال کې د ارزګان ولایت کې د يوه بندي وګړي لاسونه ورتړلي، له يوه لوړ پاڼ څخه یې ښکته غورځولی او په شکنجه کولو یې وژلی دی. په داسې حال کې چې همدې پوځي د ښو جنګي کارنامو په تر سره کولو سره د اسټراليا تر ټولو لوړ جنګي مډال هم ګټلی و.

د کيون فراسټ دې ادعا شور او ځوږ جوړ کړ، خبرې رسنيو ته راووتې او د ځواکونو د جنګي جرمونو د څېړلو په موخه اسټراليا مجبوره شوه، چې په افغانستان کې د خپلو جرمونو د څېړلو په موخه څېړنې پیل کړي. څېړنې روانې وې او تر څلور کاله څېړلو وروسته په ۲۰۲۰ کال کې تحقيقات پای ته ورسېدل او پکې معلومه شوه چې ځینو اسټراليايي سرتېرو په افغانستان کې جنګي جنايتونه تر سره کړي دي.

له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې تقريباً ۵۵ غيرقانوني وژنو کې اسټراليايي ځواکونه ښکېل او د لسګونو نورو ځورونو او شکنجو کې یې لاس درلود، چې ځينې خلک یې په بوجيو کې اچولي او وژلي دي، د ځينو یې غاړه په چاړه ور پرې کړې او ان د ځينو معيوبو بنديانو په پلاستيکي پښو کې به یې شراب څښل او په نشې به یې پکې کولې.

په ځينو به يې نښې زده کولې او ځينې واړه ماشومان به یې په ډله ييز ډول په بې رحمانه ډول شکنجه کول او وژل.

ان ځينې وخت به یې د دې لپاره چې بندي، سرتېری له ځان سره نشي وړلی یا د دوی په چورلکه کې ځای نه و، د ځای د نشتون له امله به یې واژه او د ځينو مړو کسانو جسدونو ته به یې درناوی نه کاوه او په شنو پټيو کې به یې بې وسلې کروندګر وژل.

د اصولو له مخې چې کومې کړنې په دې راپورونو کې راغلې دي، جنګي جرم ثابتېدلی شي او د محکمو له حکم وروسته دا کسان تر سخت عدلي قوانينو لاندې راتللی شي. تورن بايد محکمه شي او د قربانيانو پاتې کسانو ته بايد ښه پوره خساره او تاوان ورکړل شي.

خو نن سبا يو ځل بيا دا پېښې  د نړيوالو خبرونو سرټکي ګرځېدلې دي، خو په شعوري ډول داسې هڅه کېږي چې د دې جنايتونو د تر سره کوونکو د جنايتونو په تر سره کولو کې سهل انګاري وشي او په قصدي ډول داسې کارونه کېږي، چې دا پېښې سرسري تېرې شي او د خلکو پام ورته وانه وړي.

د دې سرغړونو او جنايتونو په پټولو او سرپوښ جوړولو کې د امريکا متحده ايالات تر ټولو مخکې دي. دوی نه غواړي چې د درېيمې نړۍ د وروسته پاتې هېواد د وژل شويو وګړو په وژنې په تور باندې يو مهم متحد او ستراتيژيک ملګری خپه کړي. امريکا او اسټراليا د نړۍ په ډېرو برخو او په هر ډول نړيوالو معاملو کې تقريباً ورته او يو شان نظر لري او د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې یې ګټې په يوبل پورې تړلې دي، نو د داسې بې پوښتنې خلکو وژل چې دوی يې بيا وروسته په تور نشي نيول کېدای، مشکل نشي ورته جوړولی او  تر دې مهمې او ګډو ګټو لپاره غواړي چې د لسګونو بې ګناه او بې دفاع انسانانو په وژنه سرپوښ واچوي او په يو ډول نه يو ډول د خلکو اذهان بلې خوا ته معطوف کړي.

دويم ورسره په دې کار کې افغان حکومت ملګری دی، افغان حکومت هم نه غواړي چې دا خبره پسې رالوڅه يا لږترلږه پسې تعقيب کړي، ځکه نه غواړي د ځان پر وړاندې د خپلو خلکو غوسه لا پسې راوپاروي او په مقابل کې يې د امریکا او اسټراليا په شان کلک متحد او ملګري خوابدي کړي. افغان دولت د دې لپاره چې د امريکا او اسټراليا وفادار ملګری پاتې شي، په دې قتلونو اومرګونو باندې غواړي ډېر فوکس ونه کړي او هڅه کوي چې په دې اړه د نظر اظهار هم ونه کړي.

افغان حکومت چې لا له وړاندې په افغانستان کې د ناامنۍ، بې کارۍ،  هدفي وژنو او نورو له امله د خلکو له خوابدګۍ سره مخ دی، نه غواړي خپل محبوبيت لا پسې په خپلو خلکو کې خراب کړي او لا ډېر متزلزل  او د له منځه تللو حالت ته لاړ شي.

نو د عامو افغانانو دا غوښتنه ده چې عدالت تامين شي او عدالت د ټولو لپاره وي. بايد په تېر شل کلن جريان کې ټول بهرني جنګيالي که د امريکا وي، يا په ناټو پورې اړه لري او يا د ائتلافي ځواکونو برخه وي او په  افغانستان کې یې جنګي جنایتونه  او سرغړونې کړې وي؛ باید د ټولنيز او نړيوال عدالت د پلي کېدو لپاره محکمه او په سزا ورسول شي. د ټولو بې طرفه او بې وسه افغانانو هيله ده چې ټول بهرني او کورني جنګي مجرمين بايد د خپلو تېرو کړنو او جنايتونو سزا وويني او د محکمې د پرېکړې په پايله کې چې په هر ډول سزا محکوم شي، بايد په سزا ورسېږي.

Share6Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In