د کندهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت د زعفرانو په کښت کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ريیس حفیظالله سعیدي وایي، د کندهار اقلیم د زعفرانو کرکېلې ته ډېر مناسب دی او زعفرانو یې هم لکه د هرات د زعفرانو په څېر ښه نتیجه ورکړې ده.
د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکی شبیر احمد لومړنی کروندګر دی، چې د لومړي ځل لپاره یې نهه کاله مخکې په خپله ځمکه کې زعفران کرلي دي. نوموړي زیاته کړې، د زعفرانو د کښت لګښت کم، خو عاید یې زیات دی او هم د کوکنارو یو ښه بدیل دی.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ د ريیس سعیدي په وینا، په دغه ولایت کې اوس ډېرو بزګرو دې کښت ته مخه کړې او په یاد ولایت کې اوس هر کال شاوخوا ۵۰ کيلو ګرامه زعفران تولیدېږي



































