په میانمار کې لا هم لاریونونه روان دي او پوځ اوس هم د لاریون کوونکو ځپلو ته ادامه ورکړې ده. د راپورونو له مخې په بېلو ښارونو کې پوځ پر خلکو ډزې کړې دي چې تر دې دمه یې ۵۱۰ کسه وژلي دي. په میانمار کې د سیاسي زندانیانو له حقوقو د دفاع بنسټ وایي چې پوځ په پوره بېرحمۍ خپل خلک مخامخ په ډزو وژني او د بشري حقونو نړیوال بنسټونه باید په دې اړه اقدام وکړي. بلخوا امریکا بیا د میانمار د پوځ دغه کار غندلی دی او له دوی یې غوښتي چې د خلکو له وژلو لاس په سر شي. د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان هم د میانمار پر پوځ غږ کړی دی چې د خپلو وګړو له وژلو لاس په سر شي او د ملکي وګړو وژل کېدل یې کرکجن او وحشیانه عمل بللی دی.






































