د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې څلور میلیونه بې ځایه شوي وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. دغه اداره وايي په هرات، کابل او ننګرهار کې یې د کډوالو کمپونو کې له بې ځایه شویو سره خبرې کړې دي چې هر کمپ کې له زرو زیاتې کورنۍ ژوند کوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د سویلي اسیا لپاره د دغه سازمان څانګې په یوه اعلامیه کې ويلي، خواړه، د پاکو اوبو او ځای نشتون د دغو کډوالو عمده ستونزې دي. د بښنې نړیواله اداره پر حکومت او مرستندویه ادارو غږ کوي چې کورنیو بې ځایه شویو ته مرستې ورسوي. د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، دوی په تېر یوه کال کې شاوخوا ۱۱۶ زره بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته کړې ده. یاد وزارت وايي په ۱۳۹۹ کال کې د وسله والو مخالفانو او امنیتي ځواکونو د جګړو له امله تر نیم میلیونه زیاتو کسانو خپلې مینې پریښي دي. سرچینه فراه، نیمروز، هلمند او کندهار هغه ولایتونه بولي چې تر نورو ولایتونه ډېر خلک پکې بې ځایه شوي دي.



































