تر ټولو ډېرې کارول کېدونکې ټولنیزې شبکې (فیسبوک) د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غږ پر خپرولو بندیز لګولی دی. فیسبوک تازه د ټرمپ د مرکې یوه ویډیو لرې کړې ده او ویلي یې دي چې له دې وروسته پر فیسبوک د ټرمپ غږ یا ویډیو نه پرېږدي. فیسبوک په تېره جنوري میاشت کې واشنګټن کې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د پلویانو له یرغل وروسته پر هغه دا بندیز لګولی دی. فیسبوک تازه د ټرمپ ویډیو چې نږور یې لارا ټرمپ پر خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې وه او پر مختلو مسائلو یې ورسره خبرې کړې وې لرې کړې ده. لارا د ویډیو تر لرې کېدو وروسته له فیسبوک څخه یو برېښنالیک هم تر لاسه کړی دی او په یاد برېښنا لیک کې لیکل شوي چې پر ټرمپ بندیز دی ویډیو یې نه شئ خپرولی.






































