د برما لپاره د ملګرو ملتونو استازې د دې سازمان امنیت شورا ته وویل چې دا هېواد له احتمالي کورنۍ جګړې سره مخامخ دی. کرستین شرانیر د امنیت شورا د تړلو دروازو تر شاه غونډې ته وویل، په داسې حال کې چې د برما پوځ د کودتا ضد مظاهره چیانو ځپنې ته دوام ورکوي، په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې او د وینې توئیدو احتمال زیات دی. نوموړې له نړیوالو قدرتونو وغوښتل چې د یوې غمیزې د مخنیوي لپاره دې اقدام وکړي خو نوموړې په دې اړه د مشخصو اقداماتو یادونه ونه کړه. د فبرورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې چې په برما کې پوځ ملکي حکومت نسکور کړی او قدرت یې په لاس کې اخېستی، تر اوسه د کودتا ضد مظاهره چیانو کې لږ تر لږه پنځه سوه کسان وژل شوي دي.






































