د بغلان د کرنې ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ٣٢٨زېرمې او سړې خونې جوړې شوې دي.
د بغلان د کرنې رياست د ترويج لوى مدير عبدالمحمود غفوري ويلي چې په دغه ولایت کې د ٣٢٨زېرمو په جوړولو سره د زراعتي محصولاتو د ساتنې لپاره د زېرمو د نشتوالي له پلوه د بغلان د بزګرانو ستونزې هوارې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه سړې خونې او زېرمې د کرنې د ودې او پراختيا او د بزګرانو او بڼوالو د مالي بنسټ د پياوړتيا په مقصد جوړې شوي دي.
د غفوري په خبره، د دغو زېرمو له ډلې ١٠٠زېرمې د الوګانو ٢٠٠ زېرمې د پيازو او ٢٨ سړې خونې د بڼوالو د مېوو د ساتنې لپاره دي، چې د بغلان په مرکز پلخمري ښار او ١٣ ولسواليو کې جوړې شوې دي.
په دغو پروژو ١٦٦ ميليونه افغانۍ لګول شوې، چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت له بودجې څخه ورکړل شوې دي.



































