په میانمار کې لاریونونه خونړي شوي دي او هره ورځ د شاوخوا لس تر شلو پورې کسانو ژوند اخلي. دې پېښو ته په غبرګون په میانمار کې د لسو بلواګرو وسله والو ډلو مشرانو هوکړه کړې چې د حکومت پر ضد به د خلکو له مدني حرکتونو ملاتړ کوي. دغه ډلو ویلي حکومت په لوی لاس د خلکو سوله ییز لاریون په قتل عام بدل کړ نو دوی به هم د لاریون کوونکو په ملاتړ د حکومت پر ضد وسلې ته لاس غځوي. په میانمار کې په فبرورۍ میاشت کې پوځ د حکومت پر ضد کودتا وکړه چې د خلکو له غبرګون سره مخ شوه او له هغې ورځې تر ننه په دغه هېواد کې سخت او له خونړیو پېښو ډک لاریونونه روان دي.






































