د بدخشان ولایت ځايي چارواکي وایي چې د شورابک بند رغنیزې چارې بشپړې شوې دي او دغه بند به ډېر ژر د ولسمشر غني له لوري پرانیستل شي. سرچینه وایي چې دغه بند د شاوخوا ۴۵ میلیونه یورو په مالي لګښت جوړ شوی دی او رغنیزې چارې یې هم په ۲۰۱۶ز کال کې پيل شوې وې. د بدخشان ځايي چارواکي وایي چې ددې بند په پرانیستل کېدو سره به د بدخشان د مرکز فیض اباد د برېښنا ستونزه حل شي. په روان کال کې تر کمال خان بند وروسته دا دویم بند دی چې د ولسمشر غني له لوري به پرانیستل کېږي.



































