د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شمالي وزیرستان د غلام خان بندر لاره چې د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسي د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، په لومړي ځل له دغې لارې څخه د افغانستان لخوا په سوداګریزو توکو بار موټرونه میرانشا ته رسېدلي دي. د شمالي وزیرستان د سوداګریزې خونې مرستیال شاهد علي ویلي چې له څلور کلن ځنډ وروسته د افغانستان نه تجارتي موټر میرانشا ته رسېدلي دي. د هغه په خبره، له دې سره به د دواړو لوریو د سوداګرو ستونزې تر ډېره حده حل شي او په کمه موده او لږ لګښت به خپل سوداګریز توکي د کرښې دواړو لوریو ته ولېږدوي. هغه ویلي، پاکستاني حکومت ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ برخه کې ستونزې اواروي او په دې برخه کې جدي هلې ځلې دوام لري.



































