افغان حکومت وايي چې ډېر ژر به په هېواد کې د اوبو د ۴۴ نورو بندونو د جوړولو چارې هم پيل شي. د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د اوبو د لا ښه مدیریت او تنظیم لپاره د ۴۴ نورو بندونو د جوړولو پلان لري. دغه اداره وایي چې یاد بندونه به تر ډېره په پکتیا، زابل، پکتیکا، ارزګان، غزني، میدان وردګ، فاریاب، غور، بادغیس، کونړ، نورستان، پروان او یو شمېر نورو ولایتونو کې جوړېږي. ددغه بندونو شمېر ۴۴ ته رسېږي او حکومت وایي چې ژر به یې په اړه بشپړ معلومات خپاره کړي. دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې تازه په نیمروز کې د کمال خان بند پرانیستل شوی او ټاکل شوې چې ولسمشر په نږدې ورځو کې په بدخشان کې هم د اوبو یو مهم بند پرانیزي.



































