د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په سوریه کې په یوه پېښه کې دوه ایراني نظامیان وژل شوي دي. راپورونه وایي چې د مهدي بختیاري او مجتبی برسنجي په نامه دا دوه ایراني نظامیان د سوریې په المیادین سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې په پېښه کې وژل شوي دي. ایراني چارواکو د دې خبر پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې دوه سوریایي او دوه ایراني نظامیان ټپیان شوي هم دي چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. د چارواکو په خبره، د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.






































