کرنې وزارت وايي، چې تېر کال په افغانستان کې څه باندې یو مټریک ټنه ورېښم تولید شوي دي. د دغه وزارت چارواکي وايي، چې دغه لرغونی صنعت په افغانستان کې یو ځل بیا د ودې په حال کې دی.
د کرنې وزات ویاند اکبر رستمي وایي: «زموږ معلومات ښيي چې په تېر ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې په افغانستان کې د ورېښمو تولید یو زر او ۹۹ کیلو ګرامو ته رسېدلی دی.»
رستمي زیاته کړه، چې جوزجان، ننګرهار، هرات او بلخ په پرله پسې توګه په افغانستان کې د وریښمو لوی تولیدوونکي ولایتونه دي. د یادونې ده چې د ورېښمو تار د یو ډول چنجي نه ترلاسه کېږي، چې د جامو او غالیو په اوبدلو کې ترې ګټه اخیستل کېږي. دغه تار د نورو صنعتي تارونو په پرتله خورا لوړ کیفیت لري او له تاریخي پلوه د ډېرو لرغونو صنعتونو له ډلې دی.



































