د بدخشان ولایت اوسېدونکي وایي، چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو په دغه ولایت کې لسګونه هکتاره کرنیزو ځمکو او مېوه لرونکو ونو ته زیانونه اړولي او سلګونه څاروي یې له منځه وړي دي. د بدخشان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولین هم دغه زیانونه تاییدوي. ددغه ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې له ستونزو خبر دي او هڅه کوي له زیانمنو کسانو سره مرستې وکړي. د بدخشان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست سرپرست انیب بهزاد وایي، اته کورونه په بشپړه توګه وېجاړ شوي، په دوو کلیو کې ۱۵۰څاروي له منځه تللي او لسګونه هکتاره کرنیزه ځمکه هم وېجاړه شوې ده. دی وایي، هڅه کوي د دوی پر مرستو سربېره زیانمنو شوو کسانو ته نورې مرستې هم راجلب کړي.



































