د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پاکستان ته د سفر پرمهال ویلي چې هېواد به یې د ترورېزم پرضد د مبارزې برخه کې د ګډې همکارۍ د پیاوړي کېدو په هدف پاکستان ته پوځي تجهیزات ورکړي. سرګي لاوروف ویلي، چې روسیه او پاکستان به په ګډه سمندري او ځمکني پوځي تطبیقات هم ترسره کړي. لاوروف په دې سفر کې د افغانستان د سولې خبرو په تړاو هم له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې او په افغانستان کې یې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. نوموړي ویلي، هېواد یې د پاکستان د ترهګرۍ ضد سرتیرو د پیاوړي کېدو لپاره چمتو دی چې هغه کې پاکستان ته د ځانګړو پوځي تجهیزاتو ورکړه هم شامله ده.






































