د ایران حکومت پرېکړه کړې چې د کرونا وبا د زیاتوالي له امله په دغه هېواد کې لس ورځينی ګرځبندیز پیلوي. د ایراني چارواکو په وینا، په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د کرونا ناروغانو شمیر ډیر شوی دی. ایران اوسمهال د کرونا وبا له څلورمې څپې څخه تیریږي. ایراني چارواکو ویلي، چې د لسو ورځو رخصتیو پرمهال به، یوازې لازمي ځایونه لکه دوکانونه، روغتیايي مرکزونه، تولیدي او صنعتي فابریکې او رسنۍ د فعالیت اجازه ولري. ایران دغه پرېکړه داسې مهال کړې چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کرونا وبا تر ۲۰ زرو ډیرې مثبتې پېښې ثبت شوي او شاوخوا دوه نیم زره کسان په روغتونونو کې بستر شوي دي.






































