ایران د جنوبي کوریا هغه کښتۍ خوشې کړې چې درې میاشتې مخکې یې د امریکا د بندیزونو له وجې د څو میلیارد ډالره پیسو په لانجه کې ولجه کړې وه. د ایران سپاه پاسداران ځواک دا کښتۍ په دې پلمه نیولې وه چې ګنې د چاپېریال ساتنې له مقرراتو یې سرغړونه کړې ده. د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، د هان کوک چیمي په نوم د دې هېواد کښتۍ چې درې میاشتې مخکې د ایران لخوا ولجه شوې وه او د هغې ماڼو، خوشې شوي او بندر عباس ته له یوه نږدې بندر څخه خوځېدلي دي. د کښتۍ ۱۲ تنه عمله چې مخکې خوشې شوي وو، د توقیف په ټوله موده کې د تخنیکي مراقبت لپاره په کښتۍ کې پاتې وو. د ایران سپاه پاسداران ځواک هان کوک چیمي کښتۍ د جنوري په څلورمه نېټه هرمز تنګي ته نږدې ونیوله. ایران هغه مهال ویل چې له دې کښتۍ تېل څاڅي او دا کار یې د چاپېریال له قوانینو سرغړونه ده.






































