په هرات کې د ګازو په یوه زیرمتونو کې د اورلگېدنې له امله مالي زیانونه اوښتي دي. د هرات ولایت مقام رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه د ګازو په یوه زېرمتون کې د کارکوونکو د ناپامۍ او بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې او په سیمه کې د اور وژنې ټیم په کار بوخت دی. په سیمه کې عیني شاهدان بیا وایي چې له اورلګېدنې سره سم درنې چاودنې هم شوې دي چې تر لرې پرتو سیمو یې غږونه اورېدل شوی دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د پېښې د تایید تر څنګ وایي چې لامل یې د دغه زیرمتونو د کارکوونکو بې احتیاطي ده. دا پېښه داسې مهال رامنځ ته کېږي چې نږدې دوه میاشتې وړاندې هم د هرات په ګمرک یوې اورلګېدنې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر مالي زیانونه واړول.



































