د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د ګازو په یوه زیرمتون کې رامنځته شوې اورلګېدنه کې لس ټانکرونه سوځېدلي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي چې په دې اورلګېدنه کې سوداګر زیانمن شوي دي خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. د هغه په خبره، اورلګېدنه تر درې ساعته وروسته د ۲۰۷ قول اردو د اوروژنې ډلې په همکارۍ کنټرول شوې ده. نوموړي زیاته کړې چې دغه پېښه د کارکوونکو د ناپامۍ او بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده. په همدې حال کې د هرات د مایع ګازو د ټولنې رییس ظاهرشاه توخي ویلي چې په دې پېښه کې د ګازو ۱۰ ټانکرونه سوځېدلي دي چې سوداګرو ته یې یو میلیون ډالر زیان اړولی دی.



































