ایراني چارواکو ویلي چې دغه هېواد تېر کال افغانستان ته د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت صادارت کړي دي. ایراني رسنیو د دغه هېواد د ګمرکونو ادارې د معلوماتو له مخې ویلي چې ایران د تېر کال په ۱۱ میاشتو کې افغانستان ته د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت محصولات صادر کړي دي. یادې ادارې په دغه خبر خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې دا د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ښو سوداګریزو اړیکو ښکارندویي کوي. د اسیا-ارام سمندر عمومي رییس رشا سید اقا زاده هم ویلي چې په دې وروستیو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه پام وړ زیاته شوې ده او دوی هڅه کوي چې له دغه هېواد سره په سوداګریزه برخه کې خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړي.



































