د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په تېر ۱۳۹۹ کال کې په ټول هیواد کې نږدې ۲ میلیونه او ۱۸۰ زره ټنه شیدې تولید شوې دي.
د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، فاریاب، بغلان، تخار، میدان وردګ، هرات، بلخ، کندهار، کندوز او سمنګان له هغو ولایتونو څخه دي، چې ډېرې شیدې پکې تولید شوې دي.
له دې ډلې څخه په فاریاب کې ۲۰۰، بغلان کې ۱۴۸ او تخار کې ۱۸۲ ټنه شیدې تولید شوې، چې تر نورو ولایتونو مخکې دي.
ښاغلي رستمي زیاته کړې چې د یاد وزارت د راپورونو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې د غواوو ۸۱۹ فارمونه شته، چې زیاتې شیدې له همدې فارمونو څخه تر لاسه کیږي.
د هغه په خبره، افغانستان هر کال ۲،۹ میلیونو ټنو شیدو ته اړتیا لري، چې اوسمهال نږدې یو میلیون شیدې له بهر څخه افغانستان ته واردیږي.



































