په بلوچستان کې یوې چاودنې اوو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې د بلوچستان په مارګټ سیمه کې د پاکستاني ملیشه پر موټر چاودنه شوې ده چې پکې درې پاکستاني عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د دغه برید مسولیت د بلوچستان بیلتون پالې ډلې اخیستی دی. د پېښې ځای د بلوچستان د طبعي زیرمو او کانونو ته نږدې دی. د بلوچستان بیلتون غوښتونکي نغواړي چې د پاکستان حکومت دې دا طبعي زیرمې وسپړي. تر دې مخکې هم دلته دا ډول بریدونه شوي وو. تر دغې پېښې یوه ورځ مخکې نامعلومه وسله والو د بلوچستان یو پخوانی پولیس افسر هم په ډزو وواژه. تراوسه د دغې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.