کرنې وزارت وایي چې په ټول هېواد کې تېر کال ۲۹۹ مټریکه ټنه ځمکني توت تولید شوي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته ویلي، چې اوسمهال څه باندې ۳۲۰ جریبه ځمکه کې دغه توت کرل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې: «په هرات، کندز، بلخ، فاریاب، میدان وردګ، دایکنډي، کابل، پروان، ننګرهار او یوشمېر نورو ولایتونو کې دا میوه تر ټولو ډېره کرل شوې ده. د دغه توت کرکیلې ته علاقمندي د دې میوې موجود بازار ته په کتو د پراخېدو په حال کې ده.»
کرنې وزارت وایي، د افغانستان اقلیم د دې میوې کرکیلې ته برابر دی او له څو کلونو راهیسې خلکو ورته مخه کړې ده.
د دغه وزارت په خبره، دا میوه په کور دننه هم ښه بازار لري او د هر کیلو توتو بیه شاوخوا دوه سوه افغانۍ ده.



































