کرنې وزارت وايي چې په ۱۳۹۹یم کال کې د هېواد په کچه ۱۳ زره او ۲۴۳ مټریک ټنه سټروس، چې پکې کینو، مالټې، نارنج او لیمو شامل دي، تولید شوي دي.
د یاد وزارت د شمېرو له مخې، ننګرهار د اووه زره ټنه کینو، مالټې، نارنج او لیمو په تولید سره د سټروسو تولیدوونکو ولایتونو د نوملړ په سر کې راځي. د سرچینې په خبره، د ننګرهار په نږدې یوزرو ۵۲ هکټاره ځمکه د سټروسو بڼونه جوړ شوي دي.
د نارنجو د تولید په برخه کې بیا کونړ له نورو ولایتونو مخکې دی. تېرکال له دغه ولایت څخه ۲۰۰۲ مټریک ټنه نارج تر لاسه شوي او د کونړ پر ۲۸۶ هکټاره ځمکه د نارنجو بڼونه شتون لري. د سرچینې په وینا، په وروستیو کلونو کې د کابل، تخار، بلخ او سرپل په ولایتونو کې هم د سټروسو ونو د نیالګیو اېښودل او پالل دود شوي دي.



































