د بو او آسيايي فورم د ۲۰۲۱ کال کلنۍ غونډه د اپريل له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د چين د های نان ولايت په بو او علاقه دارۍ کې تر سره کيږي. (( د بدلون په جريان کې نړۍ؛ د نړيوالې ادارې د پياوړتيا او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې )) د دغې غونډې اصلي موضوع ده. روان کال د نوموړي فورم د جوړېدو له شلمې کليزې او د چين د پرمختګ په اړه د څوارلسم پنځه کلن پلان د تطبيق له لومړي کال سره برابر دی او نوموړې غونډه په روان کال کې د نړۍ لومړی نړيوال کنفرانس دی چې عمده موضوعات به يې د انلاين غونډې له لارې تر سره شي. د لومړنيو معلوماتو له مخې، د ۶۰ هېوادونو او سيمو څه باندې ۲۶۰۰ استازي او د ۱۸ هېوادونو او سيمو د ۱۶۰ خبري رسنيو ۱۲۰۰ خبريال په دغه غونډه کې ګډون لري او د ثبت شويو ګډونوالو شمېر له ۴۰۰۰ تنو څخه اوښتی دی چې د تېرو دورو په پرتله يې د ګډونوالو شمېر زيات دی.
په چين کې د ښه ګاونډيتوب په اړه يو متل شته چې وايي (( خپلوان او ګاونډيان يو پر بل پام کوي او يو بل ته د ښه او آرامه ژوند هيله لري.)) د ۲۰۱۳ کال په اپريل کې شي جين پينګ په لومړي ځل د چين د دولت رئيس په توګه د بو او د آسيايي فورم په کلنۍ غونډه کې ګډون کړی او په خپله وينا کې يې د دغه متل په يادولو سره د چين د ګاونډيټوب ډيپلوماټيکه مفکوره بيان کړې. له دې نه وروسته دغسې څرګندونې د ګاونډيتوب ډيپلوماسۍ په اړه د شي جين پينګ په ويناوو کې څو څو ځلې يادې شوې او دا ښيي چې چين له ګاونډيو هېوادونو سره ښو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او دا يې هيله ده. د چين حکومت له تېرو اتو کلونو راهيسې د شي جين پينګ د ډيپلوماتيکې مفکورې تر لارښوونې لاندې د جوړو شويو دوه اړخيزو او څو اړخيزو همکاريزو ميکانيزمونو د تطبيق او پياوړتيا لپاره فعالې هڅې کړې او د دې تر څنګ يې د نويو حالاتو او اړتياوو له مخې نور زيات همکاريز ميکانيزمونه او صحنې جوړې کړې دي، څو له ګاونډيو هېوادونو سره د ګډو ګټو او همکاريو لا ټينګه شبکه رامنځته کړي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۳م، ۲۰۱۵ م او ۲۰۱۸ م کال کې د بو او په آسيايي فورم کې ګدون کړی و او د ويناوو او د تصديو له خاوندانو سره د خبرو له لارې يې د آسيا او نړۍ د پرمختګ لپاره د چين پېشنهادونه وړاندې کړي او نړۍ ته يې د چين د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړي دي. د خبري رسنيو د شمېرنې له مخې، د بو او آسيايي فورم ته د رئيس شي په ۳ ويناوو کې (( ورخلاصون )) په ۵۶ ځلو ياد شوی او دا پيغام خپور شوی چې پرانيستی چين نړۍ ته ګټور فرصتونه برابروي . شي جين پينګ د دغه فورم د ۲۰۱۳ کال په کلنۍ غونډه کې اعلان وکړ چې چين به پر اصلاحاتو او ورخلاصون ټينګار وکړي. نوموړي د ۲۰۱۵ کال په کلنۍ غونډه کې په خپله وينا کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د لا پياوړتيا ژمنه وکړه. شي جين پينګ د ۲۰۱۸ کال په کلنۍ غونډه کې د چين د ورخلاصون او اصلاحاتو يو لړ مهم اقدامات اعلان کړل او څرګنده يې کړه چې د ورخلاصون لاسته راوړنې بايد ژر تر ژره د چين تصديو او خلکو او نړيوالو تصديو او خلکو ته ګټې ورسوي.
د بو او آسيايي فورم د ۲۰۲۱ کال کلنۍ غونډې د اپريل په اتلسمه نېټه د لومړۍ مطبوعاتي غونډې پر مهال دوه رسمي راپورونه (( د دواملرونکي پرمختګ آسيا او نړۍ )) او (( د اسيا د راتلونکي اقتصاد او د يووالي جريان )) خپاره کړي دي. په دغو راپورنو کې راغلي چې په روان کال کې ښايي د آسيا د اقتصادي پرمختګ انډول له ۶ اعشاريه ۵ سلنې نه لوړ شي او آسيا به د نړۍ د دواملرونکي احيا مهم انجين وګرځي. که څه هم تېر کال د کرونا وبا تر سيوري لاندې د آسيا د اقتصادي پرمختګ منفي انډول رامنځته شوی، خو آسيا د وبا د مخنيوي، د توليدي ځنځير او عرضي ځنځير د خونديتوب او د سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې لپاره مهم خدمتونه کړي دي او د څو اړخيزم د ساتلو رول يې لوبولی دی.
د بو او د آسيا فورم سرمنشي لي باو دونګ وويل، باور لري چې آسيا به د نړۍ دواملرونکي احيا وهڅوي، ، له نورو هېوادونو او سيمو سره به کرونا وبا ته ماتې ورکړي، د پرمختګ کسر به له منځه وړي، اقتصادي پيوستون به چټک کړي، له نورو سيمو او پرمختيايي هېوادونو سره به همکارۍ او د تجربو شريکول به لا پياوړي کړي، د نړيوالو اصولو او نظم په بيا رغونه کې به فعال ګډون وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادي به وهڅوي.