کرنې وزارت وايي، په ۱۳۹۹ کال کې د هېواد په کچه د وري، وزې او غواوو یومیلیون او ۵۸۹ زره او ۲۶۹ مټریک ټنه غوښه تولید او مصرف شوې ده. د یاد وزارت د شمېرو له مخې، د تولید شویو غوښو له ډلې ۹۱۲ زره او ۳۸۷ مټریک ټنه یې د غوا غوښه او ۶۷۶ زره او ۸۸۲ مټریک ټنه نور یې د وزې او وریو غوښې دي.
د دغه یاد وزارت د چارواکو په خبره، کابل د غوښې د تولیدوونکو او مصروفوونکو ولایتونو د نوملړ په سر کې ځای لري. د تېرکال په ترڅه کې په پلازمېنه کې ۲۶۴ زره او ۳۶۵ مټریک ټنه غوښه تولید او مصرف شوې ده. دغه راز تر کابل وروسته، بلخ، ننګرهار، هرات او کندهار هم د غوښو عمده تولیدوونکي او مصرفوونکي ولایتونه دي.
د دغه وزارت چارواکي وايي چې اوسمهال د هېواد په کچه د غوښینو غواوو، وریو او وزو دوه زره او ۹۵۰ فارمونه شتون لري، چې له دې ډلې یو زرو ۶۲ یې د غوښینو غواوو، ۹۳۲ یې د وریو د پالنې فارمونه او ۹۵۶ یې د وزو د پالنې فارمونه دي.



































