د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ده ته د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه د ثبت شوي غږ په باب پوره معلومات ورکړل شوي، خو پخپله یې تر اوسه نه دي اورېدلي. جمال خاشقحي د تېرې اکتوبر میاشتې په دویمه نېټه په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو. ترکيې امریکا او خپلو نورو لویدیځو متحدانو ته هغه ثبت شوي غږونه او نور شواهد سپارلي د سعودي په قونسلګرۍ کې د خاشقجي د وژلو پر مهال ثبت شوي دي. ډونالډ ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي، دی د ثبت شوي غږ په اړه پوره خبر دی. د نوموړي په وینا ثبت شوی غږ ډېر وحشتناک او له تاوتریخوالي ډک دی. د امریکا استخباراتو ویلي د دوی موندنې ښيې چې د جمال خاشقجي د وژلو امر د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ورکړی دی، خو سپینه ماڼۍ وايي، تر دې مهاله دا ارزونه نه شي تاییدولی.