د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، ژر به د هوايي دهلېزونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته د افغان غالیو صادرات بیا پيل شي.
د یاد وزارت ویاند فواد احمدي زیاته کړې چې د بودجې د کمښت له کبله د هوا له لارې صادرات په ټپه درېدلي وو، خو ډېر ژر به دغه بهیر بېرته پیل شي. هغه ویلي: «له یو لړ هڅو وروسته اوس تمه ده بېرته له هوايي دهلېزونو د غالیو د صادراتو لپاره زمینه برابره شي. له هغه ور هاخوا د لاجورد، چابهار او هم د ازبېکستان، ایران او پاکستان له لارې بهر او اروپايي هېوادونو ته د غالیو صادرات روان دي.»
احمدي ویلي، ژر به د سوداګرۍ وزارت له مخې، د غالیو سکتور ته د یوه ۶ سلیزه تشویقي سبسایډي ورکول پرانېستل شي. له دې مخکې د غالیو صادروونکو ادعا کوله چې د هوا له لارې د صادراتو په درېدو سره د غالیو په صادراتو کې نوي سلنه کمښت راغلی دی.



































