برېټانیا وایي په کرونا د اخته کسانو د درملنې لپاره یې نوي درمل جوړ کړي دي. د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی بریالي شوي چې په کرونا د اخته کسانو د ژر درملنې لپاره دوه ډوله دارو جوړ کړي. دده په خبره د روان کال په مني کې به ددغه درملو وېش پیلوي. هغه زیاته کړې دا درمل هغه کسان کارولی شي چې په کرونا ویروس اخته شوي وي او درمل به ددې سبب شي چې د جوړېدو پروسه چټکه شي او ناروغ د ویروس پر وړاندې مقاوم شي. برېتانیا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په نړۍ کې کرونا د چټکې پراختیا په حال کې ده خو تر څنګ یې د واکسینو وېش هم پیل شوی دی.






































