د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې (اوچا) ویلي چې د روان ۲۰۲۱زیږدیز کال له پیله تر اوسه اتیا زره افغانان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي. د یادې ادارې په خبره، د جنوري میاشتې له پیل تر اوسه ۱۸ زره کسان په ننګرهار او ۱۲ زره نور په کندهار کې د سختو جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. دغه اداره وایي، په بې ځایه شویو کې نږدې ۶۰ سلنه ماشومان او تر ۱۸ کلونو کم عمره کسان دي. راپور کې تر جګړې وروسته طبیعي ستونزې هغه لامل دی چې له امله یې ډېر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.



































