د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې تر څلور لکه ټنو ډېر بېلابېل توکي صادر شوي دي. یادې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د حيرتان ـ مزارشريف، تورغندۍ او آقينې اوسپنې پټلۍ له لارې هره ورځ په منظم ډول د سوداګریزو مالونو لېږد روان دی.
د دې ادارې چارواکي زیاتوي، چې په وروستۍ میاشت کې ٥ زره او ١٦٨ سوه واګونه چې سوداګریزو مالونو باندې بار وو، دغه هېواد ته وارد شوي دي. اعلامیه زیاتوي، چې د صادراتو او وراداتو زیاته برخه خوراکي توکي، نفت او ساختماني مواد جوړوي.
د سرچینې په خبره، د حیرتان- مزارشریف، آقینې او تورغندۍ اوسپنې پټلۍ له لارې په تېره میاشت کې ١٣ زره او ٤٩٧ ټنه ډېر کرنیز او سوداګریز توکې له هېواد بهر ته صادر شوي دي.
دا توکې چې د مزارشریف- حیرتان، آقینې او تورغندۍ اوسپنې پټلۍ له تمځایونو څخه بار شوي وو، اوزبیکستان، روسیه او قزاقستان هېوادونو ته استول شوي.



































