چین له افغانستان سره د خپلو بشردوستانه مرستو په دوام د ۵۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت د بېړنیو مرستو سند لاسلیک کړی دی. دا سند په کابل کې د چین د سفیر وانګ یو او طبیعي پېښو ته د رسېدګي په چارو کې د دولت د وزیر غلام بها الدین جیلاني تر منځ لاسلیک شوی دی. وانګ یو زیاته کړې ده چې هېواد یې له افغانستان خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکوي او تل به د دغه هېواد ترڅنګ ولاړ وي. نوموړي دغه راز ویلي چې چین به په نږدې راتلونکي کې ۴۰۰ زره ډوزه کرونا ضد واکسین هم افغانستان ته راولېږي.



































