کرنې وزارت وايي چې په هېواد کې د چهارمغزو د تولید کچه نږدې ۱۵ زره مټریک ټنو ته رسېدلې ده.
یاد وزارت زیاتوي، چې چهامغز د افغانستان د وچو مېوو عمده قلم دی، چې د ۲۸ ولایتونو پر ۵۰۰۰ هکتاره ځمکو باندې یې ونې کرل شوې دي. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي زیاتوي: «په تېر ۱۳۹۹ کال کې افغانستان کې ۱۴۸۷۷ ټنه چهارمغز تولید شوي دي. ډېر اورښت او د بزګرانو څخه د کرنې وزارت ملاتړ د دې باعث شوي چې د دې مېوې حاصلات لوړ شي.»
رستمي وايي، چې بدخشان د ۴۵۰۰ مټریک ټنو په تولید سره په افغانستان کې لومړی، کاپیسا د ۲۵۰۰ ټنو په تولیدولو سره دویم او پروان د ۱۵۰۰ ټنو په تولیدولو سره په افغانستان کې د چهارمغزو تر ټولو لوی تولیدوونکي ولایتونونه دي.
د کرنې وزارت معلومات ښيي چې بغلان، کابل، نورستان، لغمان او دایکنډي هم د چهارمغزو د تولید د لویو تولیدوونکو ولایتونو په ډله کې دي.



































