هغه تېره شپه په یوه ټوېټ کې لیکلي دي چې پاکستان له موږ میلیونونه ډالر اخیستي دي خو د امریکا لپاره یې هېڅ نه دي کړي. د امریکا ولسمشر تر دې یوه ورځ وړاندې له فاکس نیوز سره هم په خبرو کې ویلي و، چې له پاکستان سره یې د مالي مرستو د قطع کولو پرېکړه پر ځای وه او دی لا هم پر خپله پرېکړه ولاړ دی. دامریکا ولسمشر ویلي، د زرګونو امریکایانو قاتل او پر نړیوال سوداګریز مرکز برید کوونکی اسامه بن لادن کلونه په پاکستان کې و او امریکا د نوموړي د نیولو لپاره میلیونونه ډالر ولګول، خو پاکستان دا حقیقت ترې پټ کړی و. دده په خبره پاکستان دوه مخی دی او ددوی مرستې ورباندې قطع دي.