چین وايي چینايي سوداګر او کمپنۍ په افغانستان کې پانګونې ته هڅوي. په کابل کې د چین سفیر وانګ یو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دوی ددې غوښتونکي دي چې په څنګ کې یې یو پیاوړی او پرمختللی افغانستان موجود وي. دده په خبره له همدې امله هڅه کوي چینايي سوداګر په افغانستان کې په بېلو برخو کې پانګونې ته وهڅوي. هغه همدا راز ویلي چې د یو کمربند یوې لارې پروژې په پلي کېدو سره به د افغانستان او چین اړیکې لا ډېرې پراخې شي او په ټوله سیمه کې به اقتصادي وده رامنځ ته کړي.



































